(Translated by https://www.hiragana.jp/)
سردار محمد داود خان - ويکيپېډيا Jump to content

سردار محمد داود خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان لمړئ جمهور رئيس سردار محمد داود خان ( ۱۳۰۲ ل کال د چنگاښ ۲۶ - ۱۳۵۷ ل کال د غويي ۷) [۱] د سردار محمد عزيز خان زوى، د محمد یوسف خان لمسئ، د یحیی خان کړوسئ، د سلطان محمد خان طلایي کودئ، او د محمدزیو د کورنۍ اړوند پاینده محمد خان او جمال خان د ټبر څخه وو. نوموړی په ۱۲۷۸ هجري لمريز كال چي له ۱۹۰۹ زېږديز كال سره سمون خوري په كابل ښار كي وزېږېدی.

سردار محمد داود خان
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۸ جولای ۱۹۰۹[۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۸ اپرېل ۱۹۷۸[۶][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

داوود خان د خپل يو کم اويا کلو ژوندانه خورا ډېره برخه په حکومت کي په کار کولو تېره کړې ده: له عادي افسر نه نيولې تر دفاع وزارت ، له ولايت نه نيولې تر نايب الحکومه گۍ او له صدارت نه نيولې تر هېوادمشرۍ پوري محمد داود پخپله ټوله موده کې چې څلوېښت کاله کېږي، نژدې هرځای به د يوه فعال سياسي لوبغاړي په توگه په عامه انظارو کې وو. نوموړي يوازې د ١٩٦٠ مو کلونو له لومړيو نه د ١٩٧٠ مو کلونو تر لومړيو پورې، تر هغو چي د جمهوريت د منځته راتګ لپاره یې په کودتا لاس پورې کاوه، له هرڅه نه ځان گوښه ساتلى وو.

لمړئ ژوند او زدکړي

شهید سردار محمد داود خان خپلي منځنۍ زده کړي د کابل په استقلال ليسه کې سر ته رسولي دي، ورپسې یې په فرانسه کي د کور جوړونې (انجنیري) په څانګه کې لوړ تحصیلات ترسره کړل او د کابل په حربي پوهنتون کي ېې نظامي زده کړي لاسته راوړې. نوموړي د هیواد د ورورستي پاچا محمد ظاهر شاه د اکا زوی او اخښۍ وو.

داوود خان په 1934 کال کي د ظاهرشاه له خور شاهزادګۍ زرمینې بېګم سره وروسته له هغه واده وکړ کله چي یې پلار محمد عزیز خان یوکال مخکي په 1933 کي د جرمني په پلازمینه برلین کي د یو ترور له امله ووژل سو. د داوود خان او زرمینې بېګم له واده څخه اته اولادونه (چي څلور زامن او څلور لوڼي وې) وزېږېدل. ددوی د زامنو نومان خالد، ویس، زرلښت او محمد عمر وه، او لوڼي یې تورپېکۍ، زرلښته، شینکۍ او درخانۍ نومېدلې.

د داود خان په اړه او د حکومت دوره

1953- 1963 محمد داود خان د سردار محمد عزيز خان زوی دی . په ۱۹۰۹ ز کال په کابل کې زېږېدلی دی. ده خپل منځيني تحصيلات په استقلال ليسې کې سر ته رسولي دي . په فرانسې کې ېې د کور جوړونې (مهندسۍ) په څانگه کې درس ویلی و او د کابل په حربي پوهنتون کې ېې نظامي زده کړه وکړه. دی په ۱۹۳۴ کال کې د مشرقي ولايت نايب الحکومه شو. په ۱۹۳۵ کال کې د کندهار ولايت نايب الحکومه په حيث مقرر شو. د ۱۹۳۹ کال څخه تر ۱۹۴۷ کال پورې د مرکزي قواؤو بولندوی و. پر ۱۹۴۸ کال د يوه کال لپاره د کورنيو چارو وزير شو. د څه مودې لپاره پاريس کې افغان سفيرو. د ۱۹۴۹ کال څخه تر ۱۹۵۳ کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې ددفاع وزير وو. محمد داود د ۱۹۵۳ کال د سپټمبر پر شپږمې نيټې د کابينې په جوړولو موظف کړای شو. دی يو وطنپال او د عياشۍ او رشوت خوړلو څخه يو مبرا افغان و. صادق مسلمان او ډېر با تقوا و. دی د رهبري شوي اقتصاد پلوی ښکارېده او په عين حال کې ېې زميداري (کروندگرۍ) او خصوصي پانگونه هم تقويه کوله . دی د هغو کسانو سره چې امتيازات ېې دځان له پاره غوښتل ښه نه و . ان ده د خپلې کورنۍ له امتيازاتو سره هم مخالفت کاوه. ده د خپل له نوم څخه رسمآ د والا حضرت لقب لرې کړ. محمد داود خان غوښتل چې له افغانستان څخه يو مترقي ، له سياسي ، وټه ييز او ټولنيز پلوه پر خپلو پښو ولاړ هېواد جوړ شي . ده غوښتل چې په هېواد کې دې افراط تفريط ورک شي او د ژوندانه په وسيلو کې د منظمو اقتصادي او سياسي پلانونو په جوړولو سره تعديلات منځ ته راشي. محمد داود خان د ۱۳۵۲ لمريز کال د چنگاښ د پر ۲۶ د سې شنبې پر سهار د راډيويي وينا په اورولو سره په هېواد كې جمهوري نظام اعلان کړ او هغه ته يې د قانونيت وركولو او استقرار لپاره د ۱۳۵۲ د زمري پر ۴ د رژيم د پاليسۍ پر بنسټ د سياسي، قضايي، اداري او وټه ييزو مسئلو په اړه تقنيني فرمانونه صادر كړل . دغه فرمانونه چې انفاذ يې د ۱۳۵۵ فصلونو او ۱۳۶ توکونو (مادو) كې اساسي قانون د هېواد له حقوقپوهانو څخه د جوړې كميټې په واسطه تسويد او د ۱۳۵۵ کال د سلواغې د مياشتې د لويې د اساسي قانون تر تصويب او توشېح پورې اعتبار درلود. لومړۍ گڼه فرمان يې په ۹ توکو (مادو) ، دوه يمه گڼه په ۴ توکو او درېيمه گڼه يې په ۱۸ توکو كې تنظيم شوى وو. وروسته يې په نورو قانوني نوښتونو هم لاس پورې كړ قوانين يې په تقنيني فرمان نافذ او ورپسې يې د ۱۳۴۳ كال د اساسي قانون له مخې په ۱۳ جرگې له خوا تصويب شو چې د هغه د ۱۲۴ مادې پر موجب يې د ملي جرگې جوړېدل د ۱۳۵۸ كال د ليندۍ په مياشت كې اټكل كړي و. د دې دورې تقنيني فعاليت د ژوند په مختلفو مواردو كې له ۲۶ قوانينو، ۱۲ تقنيني فرمانونو، ۳۰ اساسنامو، ۱۲ مقررو څخه عبارت و چې په ټوله كې كولاى شو د مترقي ماليې له قانون، د جزاء قانون په ۵۲۳ مادو كې او مدني كود په ۲۴۱۶ مادو كې، د ارضي اصلاحاتو قانون، د بانكونو قانون، د ځمكو (اراضۍ)، د سروې، تصفيى او ثبت قانون، د بيمې قانون، د كورنۍ او بهرنۍ پانگې اچونې قانون، د كوپراتيفونو قانون، د سوداگرۍ او صنايعو د اطاقونو قانون، د استهلاكي موادو د ماليې قانون، د سياحت قانون، د ترانسپورت او د جادې د ترانزېت قانون او د بېسيم د دستگاه له قانون څخه يادونه وكړو. نا ويلي دې پاته نه شي د جزاء او مدني قوانين چې د محمد داود خان په وخت كې د هېواد د قانونپوهانو له خوا د يو شمېر اسلامي هېوادونو له هغې شمېر څخه د مصر، الجزاير او عراق د هېواد د متخصصينو په همكارۍ تدوين شول، د هېواد د حقوقي اړيكيو په تنظيم كې اغيزمن سند گڼل كېږي.

د محمد داود خان د مړي موندل

مړي څنگه وموندل شول ؟ عبدالولي باز (د بالاحصار د کوماندو افسر او د محمد داود د سر ياور ورور) د داود خان او کورنۍ د غړو مړي د څرخي پله د پوليگون په سيمه کې وموندل شول . په تېرو دېرشو کلو كې ډېرو دا هيله درلوده ، چې ځان په هغه راز خبر کړي چې د افغانستان د لومړي هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ له وژنې او پټې خښېدنې سره يې تړاو درلود ، خو د دغه راز سپړل دومره ستر کار و چې له يوه کوټلي حکومتي پلان او زړه سوي پرته يې بشپړول ناشوني برېښېدل . د ۱۳۸۷ لمريز كال په پسرلي کې دغه هيله د هېوادمشر حامد کرزي تر فرمان وروسته تانده شوه او وغوړېده . حکومتي کميسيون د هغه په لارښوونه د پلټنو کار پيل کړ. زه هم تصادفا" همدغه مهال په کابل کې وم . د داود خان د ورور له لمسي محمد نادر نعيم سره مې چې له وړاندې نه مو سره پېژندل ، د مړو د موندلو په چاره کې پر يوه کاري پلان سلا وکړه. ډېر ځله به موږ دواړه د سردار محمد داود له لمسي محمود غازي سره په گډه څرخي پله ته تلو او خپلې پوښتنې او گروېږنې به مو کولې . د کميسيون غړو د پخوانۍ څلورمې زغره والې لوا شاته بيديا کې په کار پيل کړى و. هلته د سهار له اتو نه د مازيگر تر دريو بجو پورې پنځوس- شپيته تنه کارگر د کميسيون تر نظر لاندې په بېلا بېلو ساحو کې په کيندنو بوخت وو. لويې کېږدۍ درول شوې وې ، د څښاک او خوراک غم خوړل شوى و. هر کارگر ته د ورځې درې سوه افغانۍ ورکول کېدې ، خو په کومه ورځ چې د سردار محمد داود او د هغه د کورنۍ د غړو مړي وموندل شول ، پر دغې تنخواه سل افغانۍ نورې هم د انعام په توگه ورزياتې شوې . هرو مرو به لوستونکي ته پوښتنه پيدا شوي وي ، چې مړي څنگه وموندل شول؟ کميسيون خپل کار په رسنيو کې له دې اعلان نه پيل کړى و ، چې هر چاته د لومړي هېوادمشر د خښېدو ځاى معلوم وي ، له ډاره پرته دې ورشي او خبر دې ورکړي . د کميسيون غړو پخپله هم د پخواني کمونست رژيم له يو شمېر جگپوړو غړو سره تماسونه ونيول ، خو گټه يې نه درلوده . هر يوه به يې ويل چې نه پوهېږي او خبر نه دي . ځينو خلکو له دننه او بهر نه ټېلېفونه وکړل او يو شمېر احتمالي ځايونه يې وښودل . هره نښه کميسيون ته يوه نوې دنده وه او چې کوم ځاى به وښودل شو ، هلته به کار پېلېده . نژدې دوه اوونۍ وروسته سردار نادر نعيم خبر راکړ چې له پکتيا نه د پخوانۍ څلورمې لوا يو افسر ټېلېفون کړى او ادعا کوي چې د خښېدو اصلي ځاى ورمعلوم دى. پادشاه مير يوه اوونۍ وروسته پخپله کابل ته راغى او چې د کيندنو ځاى يې وليد ، نو ويې ويل چې تېروتي يو . تقريبا" درې کيلومتره وړاندې يې د د ساپي غر تر لوېديځې لمنې بوتلو چې د څلورمې لوا شمال کېږي. د څلورمې لوا مخکنى افسر پادشاه مير لومړنى کس و چې د صافي غره په لمنو کې يې د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ د غړو احتمالي قبر راوښود . کله چې ورورسېدو پادشاه مير وويل: همدا ځاى دى. خو تر لږې شېبې وروسته هيجان په نهيلۍ واوښت . داسې برېښېده چې هغه هم ځاى نه پېژني . هرې خواته يې وکتل او بيا يې په عاجزۍ وويل: "وروڼو! دېرش کاله تېر شوي او د ځمکې مخ اوښتى نو ځکه ټيک نه پوهېږم چې قبرونه به چېرته وي". همدغه مهال يو لاروى تېرېده او د کميسيون له کوم غړي نه يې وپوښتل چې دلته په څه بوخت ياست؟ کله چې وپوهېده نو په منډه ولاړ او د نژدې کلي دوه کسان يې راخبر کړل . حميدالله او مولا گل دواړه د کلي ملکان راوختل ، چې له دواړو سره خورا حساس معلومات و . مولا گل ويل که يې حکومتي اعلان اورېدلى واى نو لا دمخه به مرستې ته راغلى واى. د ده سبز اوسېدونکي مولا گل ته د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ دغړو د خښېدو ټيک ځاى معلوم و . مولا گل تقريبا" شپېته متره شاته راغى ، پر يوه ځاى ودرېده او ويې ويل: يو قبر دادى . نژدې سل متره ها خوا ولاړ او په گوته يې اشاره وکړه: دويم يې دادى . مانا دا چې مړي په دوو ډله ييزو قبرونو کې په جلا ډول خښ شوي دي . پر دواړو ځايونو کېدنې پيل شوې . تر څه کار وروسته د مړو نښې ورو ورو رابرسېره کېدې: په يوه قبر کې ديارلس او په بل کې شپاړلس مړي وموندل شول: ښځې ، کوچنيان او نارينه . له دوو ډله ييزو قبرونو ټول ٢٩ مړي وموندل شول چې ښځې ، کوچنيان او نارينه په کې وو . په تېره بيا د کوچنيانو هډونه چې يو يې لا هم په خپلې مور پورې کلک نښتى و ، زړه بوږنوونکي برېښېدل . وروسته روښانه شوه چې دا د هېوادمشر لمسى حارث و چې د ويشتل کېدو پر مهال د مور په غېږ کې و . د غاړې جامې ، بوټونه او د مړو اړوند نور وسايل هم وموندل شول . له مړو سره څنگ ته د هغوى بوټونه ، جامې او نور څيزونه هم پراته وو . مړي وروسته يو يو د ملي امنيت روغتون ته ولېږدول شول او هر يو يې تر لازمو پلټنو وروسته تشخيص شو.

د پادشاه مير او مولا گل د مالوماتو سرچينې کومې وې؟

پادشاه مير په کودتا کې د ښکېلې يوې مهمې لوا افسر او د کودتا د يوه مهم پوځي غړي محمد اسلم وطنجار ټولگيوال و. که څه هم د خلک ديموکراتيک گوند غړى نه و ، خو غړو يې د پېژندگلوۍ له مخې پرې باور کاوه . ده ته د کودتا پر بله ورځ نوي قوماندان لارښوونه کړې وه ، چې د خپلې قطعې په سيمه کې څو قبرونه چمتو کړي . کله چې مړي د خښېدو لپاره وروړل شول ، نو پادشاه مير وپېژندل چې دا د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ غړي دي . هغه ويل ، کله چې کودتايي افسران په هغه تياره شپه کې ولاړل نو مړي يې يو د بل ترڅنگ کېښودل او له پاسه يې پرې د ورغلي موټر ترپال وغوړاوه . پادشاه مير وايي چې تر کودتا دوه اوونۍ وروسته يې خپله دنده پرېښوده او پاکستان ته ولاړ چې د رژيم خلاف مبارزه وکړي . دى وايي چې په دغو دوو اوونيو کې يې د پخواني صدراعظم موسى شفيق د چانماري کېدو صحنه هم په خپلو سترگو ليدلې چې د واکمن گوند د مشرتابه يوه غړي يې لارښوونه کوله . د مولاگل نکل بيا د کلي د يوه ساده بزگر او د يوه زلموټي کيسه وه . مولاگل ويل چې پر دغه سيمه يې د تلو راتلو لار تېره شوې وه . يوه ورځ چې له معمول سره سم په خپله لار روان و ، په دغه سيمه کې يې د عسکرو او موټرو بېسارې گڼه گوڼه ليدلې وه . د يوه عسکر له خولې يې اورېدلي و چې دلته داود خان او د هغه د کورنۍ غړي خښ شوي او دى يې ساتنې ته درول شوى دى . څو ورځې وروسته چې پهره ولاړه نو ده د مور په لارښوونه د قبرونو ځاى په نښه کړ او په مذهبي دود يې حلوا ورته راوړه او په لارويو يې وويشله . ... دادى دېرش کاله وروسته له مولاگل سره د خپل زلميتوب د مهال حافظې مرسته وکړه او د افغانستان د لومړي هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ د ځينو غړو د خښېدو ټيک ځاى يې کميسيون ته وښوده . ...مولاگل او کليوالو يې اوس پر هغه ځاى زيارت جوړ کړى دى .

انځورتون

اخځونه

  1. "د سردار محمد داود خان وېبپاڼه". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جولای ۲۰۰۴ باندې. لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. سرچينې تړی: http://en.academic.ru/dic.nsf/enwiki/32887.
  3. سرچينې تړی: http://www.nytimes.com/2009/03/18/world/asia/18afghan.html.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 11403080. Subject named as: Mohammed Daoud Khan. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Mohammad-Daud-Khan. Subject named as: Mohammad Daud Khan. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  6. Carlotta Gall (۳۱ جنوري ۲۰۰۹). "An Afghan Secret Revealed Brings End of an Era". The popular account of the massacre, which Mr. Naeem retold, was that the family was slain between 4 a.m. and 5 a.m. on April 28, 1978. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |date= (لارښود)

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/03/090215_m_daudkhanabdulwalibaaz.shtml
واک اخيستنه له
شاه محمود
څخه
د افغانستان لومړی وزير
September 1953– March 1963
واک سپارنه و
محمد يوسف
تـــه
واک اخيستنه له
None - Position created
څخه
د افغانستان هېوادمشر
July 1973 – April 1978
واک سپارنه و
نور محمد ترکی
تـــه