(Translated by https://www.hiragana.jp/)
مېړه - ويکيپېډيا Jump to content

مېړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېړه یا خاوند یو لقب يا بلننوم دی چې د نارینه ژوند ملګري یا واده شوي سړي ته اشاره کوي. دا پدې مانا ده چې یو سړی چې د یوې ښځې سره واده کوي د هغې ښځې مېړه بلل کیږي. په مختلفو کلتورونو، هېوادونو او وختونو کې د مېړه حقوق د مېرمنې په پرتله توپیر لري.

د مېړه مانا

[سمول]

د مېړه ويوکی په پښتو ژبه کې يو مرکب لفظ دی چې له دوه ويوکو جوړ شوی دی، لومړی مې او دوهم زړه مطلب دا چې مېړه د مې زړه لنډيز دی چې د مېړه په بڼه لوستل کيږي البته دا د ښځې له لوري د خپل خاوند ( مېړه ) سره د مينې اظهار دی، چې په پښتو ژبه کې د ښځې او خاوند ترمنځ د مينې، محبت او عاطفې څرګندونه کوي.