(Translated by https://www.hiragana.jp/)
ژرمن دو سټایل - ويکيپېډيا Jump to content

ژرمن دو سټایل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ژرمن دو سټایل
ژرمن دو سټایل
ژرمن دو سټایل

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
پاريس [۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه
پاريس [۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوند ملګری بنیامین کانسټنټ [۳]  د (P451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
ژرمن دو سټایل
ژرمن دو سټایل

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو[۴]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

انه لویز ژرمن دو سټایل-هولشټاین (فرانسوي: [an lwiz ʒɛʁmɛn də stal ɔlstajn]؛ فامیلي نوم یې نېکر دی او د ۱۷۶۶ د اپرېل له ۲۲مې د ۱۸۱۷ د جولای تر ۱۴مې یې ژوند کړی)، چې په عام ډول د مېډم دو سټایل په نوم پېژندل کېږي. نوموړې یوه فرانسوۍ لیکواله او سیاسي تیورېسته او د فرانسې د مالیې وزیر ژاک نېکر لور وه. نوموړې د فرانسې له انقلاب او ناپلیوني دورې څخه د د بوربونیانو د بیاواکمنۍ (French Restoration) تر وخته د منځدریځۍ او اعتدال یو غږ و. د ۱۷۸۹ کال په عمومي اسمبلۍ او د ۱۷۸۹ کال د بشر او اتباعو د حقونو اعلامیې په جریان کې یې حضور او رول لرلی. د ۱۷۹۴ او ۱۸۱۰ کلونو ترمنځ له بنیامین کانسټنټ سره د فکري همکارۍ له کبله دوی د خپل وخت ترټولو مشهوره فکري جوړه وه. نوموړې د نورو په پرتله ژر د ناپلیون پر ظالمانه شخصیت او طرحو پوهه شوه. نوموړې د ډېرو کلونو لپاره د جلاوطنۍ ژوند وکړ - لومړی د ترور او وحشت د واکمنۍ پرمهال او وروسته بیا د ناپلیون لخوا د شخصي تعقیب او ځورونې له امله.[۵][۶][۷]

په جلاوطنۍ کې نوموړې په ​​ټوله اروپا کې د خپلو بې ساري اړیکو د شبکې له کبله د کوپیټ فکري ډلې پر مرکزیت بدله شوه. په ۱۸۱۴ کال کې د هغې یوه هم‌دوره څرګنده کړه چې "د اروپا لپاره د ناپلیون پر وړاندې درې لوی ځواکونه مبارزه کوي: انګلستان، روسیه او مېډم دو سټایل". د یوې ځیرکې او تکړه بحث کوونکې په توګه چې تل به د زړورتیا او جرات پر جامو سمبال وه، هغې د خپل وخت په سیاسي او فکري نړۍ کې هڅونه او خوځښت راټوکولی و. د هغې اثار، هغه که ناولونه دي که د سفر ادبيات یا شعرونه دي، چې پر انفراديت او جذبه ټینګار کوي، پر اروپایي فکر یو تلپاتې اغېز او نښه پرې اېښې ده. دو سټایل د رومانتیزم مفکوره په پراخه کچه د تکرار کارولو له لارې خپره کړه.[۸]

له ناپلیون سره شخړه

[سمول]

د ۱۸۰۰ کال په جنورۍ کې ناپلیون بنیامین کانسټنټ د ټریبیونټ اسمبلۍ غړی وټاکه، مګر کانسټنټ ډېر کم وخت وروسته د لومړي قونسل دښمن شو. دوه کاله وروسته ناپلیون هغه د خپلو ویناوو له امله جلاوطنۍ ته اړ کړ، چې په ​​​​حقیقت کې د مېډم دو سټایل لخوا لیکل کېدې. د ۱۸۰۲ کال په اګست کې ناپلیون د فرانسې لومړی قونسل وټاکل شو. دې چارې مېرمن دو سټایل د شخصي او سیاسي دلایلو له امله له هغه سره په مخالفت کې واقع کړه. د هغې په اند ناپلیون د ماکیاولي په څېر پیل کړی و. حال دا چې د ناپلیون په اند، فرانسوی لیکوال وولټیر، جې جې روسو او د هغوی پلویان د فرانسې د انقلاب لامل شوي وو. دا نظر هغه وخت تثبیت شو کله چې ژاک نېکر خپل "د سیاست او مالیې په اړه وروستي نظرونه" اثر خپور کړ او لور یې خپل "هغه ادبیات چې له ټولنیزو بنسټونو سره په اړیکو کې پام وړ دي" اثر خپور کړ. دا د اروپا د مسئلې په اړه د هغې لومړنۍ فلسفي بحث و: په دغه اثر کې د مليت، تاریخ او ټولنیزو بنسټونو په څېر فکتورونو باندې بحث شوی. ناپلیون د هغې د وروستي خپاره شوي اثر پر ضد کمپاین پیل کړ. نوموړي د هغې کلتوري جبر او عمومیت نه وو خوښ، په کوم کې چې هغې ویلي وو، چې "یو هنرمند باید د خپلې زمانې او وخت اړوند وي". د ناپلیون په ​​​​نظر ښځه باید یوازې د اوبدلو په کار کې پاتې شي. نوموړي د هغې په اړه وویل، د مېډم دو ریموسات د یادښتونو له مخې، نوموړې "هغو خلکو ته فکر کول ورزده کوي چې مخکې یې فکر نه وي کړی، یا یې هېر کړي وي چې څه ډول فکر وکړي". دا جوته وه چې د فرانسې د لومړي نمبر شخص او دو سټایل ترمنځ هېڅکله د جوړجاړي شونتیا نه وه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

مېرمن دو سټایل د ډېلفین په نوم خپل یو پاروونکی کاتولیک-ضد ناول خپور کړ، چې په کې د ۱۷۸۹ او ۱۷۹۲ کلونو ترمنځ په پاریس کې اوسېدلې مېرمن (له پامه غورځېدلې یا ناسمه درک شوې ښځه) د ۱۸۰۱ کال له کونکوردات تړون وروسته د طلاق په اړه له محافظه کارو نظریاتو سره په تقابل کې ده. په دغه تراژیدیک ناول کې، چې د ګویته د "ځوان ویرتر کړاوونه" روایتي ناول او د روسو د "جولي، یا نوې هېلویس" ناول تر اغېزې لاندې دی، نوموړې د طلاق، نیونو او د سپټمبر ټولوژنې، او د کډوالو د برخلیک پر قانوني او عملي اړخونو بحث کړی. اصلي کرکټرونه د بې ثباته بنیامین کانسټنټ ځانګړتیاوې لري، او ټالیرانډ پکې د یوې زړې مېرمنې په توګه انځور شوې، او خپله پکې د ایټالیا د اشرافي او سیاستوال میلزي ډي ایریل د لیبرال نظر لرونکې اتلې په توګه ښودل شوې ده.[۱۷]

کله چې کانسټنټ د ۱۸۰۳ کال په سپټمبر کې مافلیرز ته ولاړ، مېرمن دو سټایل د هغه لیدو ته ورغله او ناپلیون یې پر دې پوه کړ، چې باید هوښیار او محتاط واوسي. وروسته د هغې کور سملاسي د هغې د ملګرو تر منځ مشهور شو، خو ناپلیون ته د مېډم دو جینلیس لخوا خبره ورسول شوه او د یوې دسیسې په اړه شکمن شو. "د هغې د اړیکو پراخه شبکه - چې بهرني ډیپلوماتان او پېژندل شوي سیاسي مخالفین پکې شامل وو، په تېره بیا د حکومت غړي او د بناپارټ د کورنۍ غړي – خپله د حکومت لپاره د شک او خبرداري سرچینه وه." له ژان ګابریل پیلټر څخه د هغې محافظت او ساتنې –چې د ناپلیون د وژلو پلان یې جوړ کړی و– د ۱۸۰۳ کال د اکتوبر په ۱۳مه د هغه پر دغه پرېکړه اغېزه وکړه چې پرته له محاکمې یې باید جلاوطنه کړي.[۱۸][۱۹]

د جلاوطنۍ کلونه

[سمول]

د لسو کلونو لپاره مېرمن دو سټایل ته اجازه نه وه چې د پاریس ۴۰ لیګونو یا سیمو (نږدې ۲۰۰ کیلومتره) ته راشي. هغې ناپلیون تورن کړ چې "یوه ښځه او د هغې ماشومان ځوروي". د اکتوبر په ۲۳مه نوموړې جرمني ته «په ویاړ او غرور سره» په دې هیله ولاړه، چې هلته ملاتړ ترلاسه کړي او ژر تر ژره بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.[۲۰][۲۱][۲۲]

د جرمني سفرونه

[سمول]

نوموړې له خپلو ماشومانو او کانسټنټ سره یو ځای د فرانسې مېتز ښار کې تم شوه او هلته یې د کانټ له فرانسوي ژباړن شارل دو ویلرز سره وکتل. د ډسمبر په نیمایي کې، دوی د جرمني وایمار ښار ته ورسېدل او هلته دوه نیمې میاشتې د لوی دوک ساکس-وایمار-آیسینچ او د هغه مور انه امالیا په دربار کې پاتې شول. ګویته ناروغ و او د هغې لیدلو ته زړه نا زړه و. له هغې سره تر ملاقات وروسته، ګویته په خپل شخصي لیک کې د "غیر معمولې مېرمنې" په توګه د هغې یادونه وکړه. شیلر د هغې د هوښیارۍ او فصاحت ستاینه وکړه، مګر د هغې پرله پسې لیدنې د دې لامل شوې چې نوموړی خپل "ویلیم ټېل" اثر بشپړ نه کړي. مېرمن دو سټایل په دوامداره توګه سفرونه کول، خبرې اترې او پوښتنې یې کولې. کانسټنټ پرېکړه وکړه چې نوموړې په لایپزګ ښار کې پرېږدي او سویس ته راستون شي. دو سټایل برلین ته سفر وکړ، چېرته چې نوموړې له اوګوسټ شیګل سره آشنا شوه، چا چې هلته د ادبیاتو په اړه لیکچرونه ورکول. نوموړې هغه د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره په یوه لوی معاش مقرر کړ. د اپریل په ۱۸مه دوی ټولو هغه مهال برلین پرېښود چې هغې ته د خپل پلار د مړینې خبر ورسېد.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118616617  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118616617  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. HDS ID: https://hls-dhs-dss.ch/de/articles/016051
  4. Douban personage ID: https://www.douban.com/personage/30084109/ — د نشر نېټه: ۶ جولای ۲۰۲۴
  5. Staël, Germaine de, in the Historical Dictionary of Switzerland.
  6. Bordoni, Silvia (2005) Lord Byron and Germaine de Staël, The University of Nottingham
  7. Madame de Staël (Anne-Louise-Germaine) (1818). Considerations on the Principal Events of the French Revolution: Posthumous Work of the Baroness de Stael. James Eastburn and Company at the literary rooms, Broadway. Clayton & Kingsland, Printers. p. 46.
  8. Mémoires de Madame de Chastenay, 1771–1815
  9. Anne-Louise-Germaine Necker, Baroness de Staël-Holstein (1766–1817) by Petri Liukkonen
  10. Madame de Staël (Anne-Louise-Germaine) (1818). Considerations on the Principal Events of the French Revolution: Posthumous Work of the Baroness de Stael. James Eastburn and Company at the literary rooms, Broadway. Clayton & Kingsland, Printers. pp. 90, 95–96.
  11. Madame de Staël (1818). Considerations on the Principal Events of the French Revolution: Posthumous Work of the Baroness de Stael. James Eastburn and Company at the literary rooms, Broadway. Clayton & Kingsland, Printers. p. 42.
  12. Anne-Louise-Germaine Necker, Baroness de Staël-Holstein (1766–1817) by Petri Liukkonen
  13. Goodden, p. 18
  14. Moore, p. 379
  15. Memoirs of Madame de Remusat, trans. Cashel Hoey and John Lillie, p. 407. Books.Google.com
  16. Saintsbury 1911، م. 751.
  17. From the Introduction to Madame de Staël (1987) Delphine. Edition critique par S. Balayé & L. Omacini. Librairie Droz S.A. Génève
  18. "Un journaliste contre-révolutionnaire, Jean-Gabriel Peltier (1760–1825) – Etudes Révolutionnaires". Etudes-revolutionnaires.org. 7 اکتوبر 2011. Archived from the original on 3 ډيسمبر 2013. Retrieved 17 سپټمبر 2013.
  19. Fontana, p. 204
  20. Fontana, p. 205
  21. Müller, p. 292
  22. Fontana, p. 263, note 47
  23. Madame de Staël von Klaus-Werner Haupt
  24. Anne-Louise-Germaine Necker, Baroness de Staël-Holstein (1766–1817) by Petri Liukkonen
  25. Jonas, Fritz, ed. (1892). Schillers Briefe. Kritische Gesamtausgabe. Vol VII. Stuttgart: Deutsche Verlags-Anstalt. p. 109.
  26. Graf, Hans Gerhard; Leitzmann, Albert, eds. (1955). Der Briefwechsel zwischen Schiller und Goethe. Leipzig. pp. 474–485.
  27. Sainte-Beuve, Charles Augustin (1891). Portraits of Women. A. C. M'Clurg. p. 107.