(Translated by https://www.hiragana.jp/)
ګړ - ويکيپېډيا Jump to content

ګړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مورفیم
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخه د
lexeme (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

ګړ یا مورفیم په یوه ژبه کي تر ټولو کوچنی معنی لرونکی جز بلل کیږي، او [۲] د ژبپوهني هغه ساحه چي د ګړ علم ته ځانګړې سوې ده مورفولوژي بلل کیږي.

په انګلیسي ژبه کي ګړ یا مورفیمونه ډېر وختونه اړین نه وي. مورفیمونه چي یوازي ولاړ وي ریښې ګڼل کیږي (لکه دبلی مورفیم)؛ پاته مورفیمونه د تاړي (affixe) په نوم یادیږي چي یوازي د بل مورفیم سره په ترکیب کې موندل کیږي. د بیلګي په توګه، په (پیشوګانو) لفظ کي مفهوم په ګوته کوي مګر تل د یو ځانګړي ډول کثرت څرګندولو لپاره بل مفهوم ته پابند وي. [۳]

دا توپیر نړیوال نه دی او د مثال په توګه،په لاتین ژبه کي نه پلي کیږي، په کوم کې چي ډیري ریښې نسي کولی یوازي ودریږي.

طبقه بندي

[سمول]

خپلواک او تړلي مورفیمونه

[سمول]

هرمورفیم د آزاد یا پابند په توګه طبقه بندي کیدای سي: [۴]

  • وړیا مورفیمونه کولی سي ترڅوپه خپلواکه توګه د کلمو په توګه کار وکړي (د بیلګې په توګه ښار ، سپی ) او کیدای سي په لیکسمونو کي هم ښکاره سي (د بیلګي په توګه ښارګوټی، دحیوانانو کوډله).
  • تړل سوي مورفیمونه یوازي د کلمو دبرخو په توګه څرګندیږي اوتل دریښې یاهم ځیني وخت د نورو تړل سويو مورفیمونو سره راڅرګندیږي. دوی هغه وخت ښکاره کیږي کله چې دکلمې دجوړولو لپاره د نورو مورفیمونو سره یوځای سي. په انګلیسي کې ډیری تړل سوي مورفیمونه affixes دي، په ځانګړې توګه مخکیني مورفیمونه او مخففونه. همداډول تړل سوي مورفیمونه دکرینبیري مورفیمونو په نوم هم یادیږي.

دتړلو مورفیمونو طبقه بندي

[سمول]

تړل سوي مورفیمونه دمشتق یا انفلیکشن مورفیمونو په توګه طبقه بندي کیدای سي. د دوی ترمنځ اصلي توپیر دکلمو په تړاو کي ددوی فعالیت دی.

مشتق تړل سوي مورفیمونه

[سمول]
  • مشتق مورفیمونه هغه دي چي دریښې سره یوځای سي او داغیزمني کلمې معنی یا دوینا برخه بدلوي. دبیلګي په توګه دخوښۍ په کلمه کي، دخوشحاله(لفظ) د"ۍ" تړل سوی مورفیم اضافه کول د صفت ( خوشحال ) څخه نوم ( خوشحالي ) ته بدلوي. په ناپاکه کلمه کي دمشتق مورفیم (نا)په توګه غیر فعالیت کوي ځکه چي دا د ریښې دمورفیم (کلمې) معنی بدلوي. په عام ډول هغه مورفیمونه چي دریښې مورفیم (کلمه) سره نښلوي پابند یاتړل سوي مورفیمونه بلل کیږي.

اغېزلرونکي تړلي مورفیمونه

[سمول]
  • انفلیکشن (اغېزناکه) مورفیمونه دکلمې معنی یا طبقې (د وینا برخه ) اغیزه کولو پرته د کلمې، اړخ ، مزاج ، شخص، د فعل شمیره، جنس، یاهم داسم، صفت، یا ضمیر قضیه بدلوي. په کلمو کې د انفلیکشن مورفیمونو پلي کولو مثالونه داسي دي لکه دسپي(لفظ) جوړولو لپاره د(ان) اضافه چي جمع یې سپیان راځي. انفلیکشن مورفیم دکلمې بڼه هم بدلوي. په انګلیسي ژبه کي ددغه انفلاسیونونو شمېر اته دی. [۵] [۶]
  1. سرچينې تړی: https://www.merriam-webster.com/dictionary/linguistic%20form.
  2. Haspelmath, Martin (2010). Understanding Morphology (په انګليسي). Andrea D. Sims (2nd ed.). London: Hodder Education. p. 14. ISBN 978-0-340-95001-2. OCLC 671004133.
  3. Kemmer, Suzanne. "Words in English: Structure". Retrieved 10 April 2014.
  4. Morphology Classification Of Morphemes. Archived 2016-03-07 at the Wayback Machine.. Referenced 19 March 2014.
  5. "ENG 411B Concepts". Archived from the original on 2013-02-18.
  6. Matthew, Baerman (2015). The Morpheme. Oxford University Press: Oxford University Press. p. 8. ISBN 9780199591428. Retrieved 30 September 2019.